د لرغونې فراه جوماتونه په فرش وپوښل شول
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...

 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

د لرغونې فراه جوماتونه په فرش وپوښل شول

 

د هغې هوکړې پر بنسټ چې د سعودي عربستان ولیعهد، وزیرانو شورا لومړي مرستیال، کورنیو چارو وزیر او د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندویه کمېټې ستر څارونکي شازي (شهزاده) نایف بن عبدالعزیز له خوا شوې ده، د خادم الحرمین الشریفین (کابل مېشتي) سفارت او د افغانستان اسلامي دولت د حج او اوقافو وزارت سره د لاسلیک شوي تړون پر بنسټ نن د پنجشنبې ورځ، ۱/۳/۲۰۱۲ نیټه چې د ۱۳۹۰ هجري لمریز کال د کب له ۱۱مې نیټې سره سمون خوري د ورور اسلامي هېواد سعودي عربستان مسلمان ولس له خوا د هغو مسلم-پاله او بشرپالو مرستو په لړ کې چې تل یې زموږ له هېوادوالو سره ترسره کړي، دا ځل د لرغوني سیستان (فراه ولایت) په دین مین ولس څه باندې (۲۵) جامع جوماتونه په (۴۱۶۰) مُصلو (جاینمازونو)  قالین ډوله ځانګړي فرش او لرغږو (لوډسپیکرونو) سمبال کړل، چې دا کار ددی ولایت د حج او اوقافو ریاست په همغږي ترسره شو.

د یادولو وړ ده چې دا شمېر د هغې مرستې یوه برخه ده چې د افغانانو لپاره د سعودي مرستندویه کمېټې پر مټ به د افغانستان څه باندې (۶۰۰) جامع جوماتونو، (۲۰۰) زره لمونځ کوونکو لپاره د (۱۴۰.۰۰۰) په شمېر مُصلې وېشل کېږي.

 

 د سعودي مرستندویه کمېټې

د رسنیو مسوول

   عثمان منصور انصاري


نظرات شما عزیزان:

Wahidullah
ساعت13:07---15 اسفند 1390
واقعا کارنیک است خداوند کسانی را که در این راه پول خود را مصرف میکند توانائ زیادتر بدهد ....

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب